* د کوم کوهی نه چی دی اوبه وڅکلی په هغی کی کاڼی مه غورځوه.
* خپله ژبه په ( الهم اغفرلی) باندی عادت کړه ځکه دالله تعالی څه داسی وختونه هم شته چی په هغی کی د سوال کونکی سوال نه واپس کوی.
* یو چڼچڼه چی ستا په واک کی وی دا غوره دی دهغی غویی نه چی دبل په واک کی وی.
* د تکبر له وجی خندا مه کوه او د هغی شیانو باره کی پوښتنه مه کوه چی مناسب نه وی
* خلکو چی کله په خپلو ښایسته خبرو فخر کوو نو ته په چپ کیناستو فخرو کړه
* دومره مه خوګیږه چی خلک دی ژوندی تیر کړی او دومره مه ترخیږه چی خلک درنه نفرت وکړی
* که د چا سره دوستی او ورور ولی کولو غواړی نو اول یی غوصه کړه که د غوصی په حالت کی یی درسره انصاف وکړه نو بیا د دوستۍ لایق دی
No comments:
Post a Comment